ads

هلمند كې نږدې ۴۰۰ كيلو ګرامه چرس نيول شوي

امنيتي چارواکي د هلمند په ګرشك ولسوالۍ كې له نږدې ۴۰۰ كيلو ګرامه چرسو سره د يو تن او همدارنګه په مارجې ولسوالۍ كې د ۱۰ شكمنو وسله والو د نيول كېدو خبر وركوي.

نویسنده: sarwan
23 غویی 1396
هلمند كې نږدې ۴۰۰ كيلو ګرامه چرس نيول شوي

امنيتي چارواکي د هلمند په ګرشك ولسوالۍ كې له نږدې ۴۰۰ كيلو ګرامه چرسو سره د يو تن او همدارنګه په مارجې ولسوالۍ كې د ۱۰ شكمنو وسله والو د نيول كېدو خبر وركوي.
د هلمند د ۲۱۵ميوند قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن محمد رسول ځاځي کليد ته وويل، تېره شپه افغان امنيتي ځواکونو د ګرشک ولسوالۍ په حوض خشک سيمه کې ۳۸۰ کيلو ګرامه چرس، چې په يو ټيوټا ډوله موټر کې بار و، له موټر چلوونکي سره يو ځاى نيولي دي.
ځاځي د دې ترڅنګ دا هم وويل، د نړيوالو ځواکونو په يو هوايي بريد كې، چې د هلمند ولايت په موسى کلا ولسوالۍ کې ترسره شوى، د تورجان په نوم د وسله والو طالبانو هغه قوماندان وژل شوى، چې په ۱۳۹۴ کال كې يې په هلمند کې پر ښوراب پوځي اډه د بريد په مهال د ۱۵ ځانمرګو بريد كوونكو مشري کړې وه.
د هلمند د ۲۱۵ميوند قول اردو د مطبوعاتي مسوول په خبره، امنيتي ځواكونو په مارجې ولسوالۍ كې ۱۰تنه شكمن كسان نيولي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA