هرات کې د ګاز ډبې د چاودنې له كبله ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هرات ښار په نهمه امنيتي حوزه کې د ګاز ډبې چاودنې ۲۴ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د هرات د حوزوي روغتون وياند محمدرفيق شېرزى وايي، چې دا پېښه تېر ماښام شاوخوا اووه بجې د هرات ښار د نهمې امنيتي حوزې په حاجي عباس سيمه کې رامنځته شوې ده.