د هرات ښار په نهمه امنيتي حوزه کې د ګاز ډبې چاودنې ۲۴ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د هرات د حوزوي روغتون وياند محمدرفيق شېرزى وايي، چې دا پېښه تېر ماښام شاوخوا اووه بجې د هرات ښار د نهمې امنيتي حوزې په حاجي عباس سيمه کې رامنځته شوې ده.
د هغه په خبره، په دې پېښه کې شپږ کسان وژل شوي او اتلس نور ټپيان دي، چې د ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
په ورته وخت کې د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالاحد ولي زاده وويل، ياد کسان د ګاز ډبې پر خالي کولو بوخت وو، چې دغه پېښه رامنځته شوه.
نوموړي زياته كړه، چې په دې پېښه کې شپږ کسان وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.
د امنيه قوماندانۍ د وياند په خبره، د شپږو ټپيانو روغتيايي وضعيت نازک دى او د درملنې لپاره بهر ته لېږدول کېږي.
د يادونې وړ ده، چې د روان کال په ترڅ کې دا د ګاز ډبې د چاودنې لومړۍ ستره پېښه ده.


