په سعودي عربستان کې پرون د يو ترهګريز بريد په نتيجه کې د يو پاکستاني كارګر په ګډون دوه تنه وژل شوي دي.
د سعودي عربستان د کورنيو چارو وزارت وياند ويلي، چې دا پېښه په قطيف ښار کې رامنځته شوې ده.
د پوليسو په وينا، ترهګرو چاودېدونکي توکي په يوې ودانۍ کې ځاى په ځاى کړي وو، چې د کارګرانو تر راتلو وروسته يې چاودنه کړې ده.
په پېښه کې څوارلس کسان ټپيان شوي، چې پوليس هم په کې شامل دي.
په ټپيانو کې هم پاکستاني، هندي،سوډاني او د سعودي عربستان اتباع شامل دي.


