د نړۍ په لسګونو هېوادونو كې سايبري يا انټرنېټي بريدونه شوي دي.
په دې سايبري بريدونو کې د يو شمېر هېوادونو انټرنېټي برخو ته سخت زيان اوښتى دى.
تر يادو بريدونو وروسته زرګونه کمپيوټرونه بلاک شوي دي.
د امريکا، برېتانيا، چين، روسيې، هسپانيا، ايټاليا او تايوان په ګډون د نړۍ ۹۹ هېوادونو کې له ۷۵ زرو د زياتو انټرنېټي بريدونو رپوټونه ورکړل شوي دي.
په دغو بريدونو کې د بريتانيا د روغتيا وزارت او د روسيې د کورنيو چارو وزارت هم متاثره شوي او زياته ډېټا يې له لاسه ورکړې ده.
د امريکا د کورني امنيت استخباراتي ادارې موندنو ښودلې، چې تر ۷۵ زرو پورې پېښې يې ثبت کړې دي.
د سايبري يا انټرنېټي بريدونو د ماهرينو په خبره، تر انټرنېټي بريد وروسته په کمپيوټر کې د وانا کراى په نوم يوه ليکه تر سترګو كېږي، چې يو ډول ويروس بلل کېږي.


