په کامې ولسوالۍ کې لسګونه ښوونکو دوی ته د کور نمرو د نه ورکړې او د ولایتي ادارې له لوري د ځینو ښوونکو د نیولو په غبرګون کې لاریون کړی او د کامې ـ جلال اباد لاره یې د ټرافیکو پرمخ تړلې ده.
دغه لاریون کوونکي وایي، تېره شپه د والي ګلاب منګل په امر د دوی ۲۱ ښوونکي امنیتي ځواکونو نیولي او هغه سیمه چې دوی ته ځانګړې شوې په هغې کې یې د دوی خیمې هم ور ویجاړې کړې دي.
د کامې ولسوالۍ د ښوونکو د اتحاديې مشر اسرار الله له کلید سره په خبرو کې وویل، تر هغې چې د دوی بندي ښوونکي را خوشې نه شي او خپل حق ورنه کړل شي، نو لاریون به یې دوام لري.
ياد ښوونکي پر ولایتي ادارې نیوکه وکړه، چې په لوی لاس غواړي د دوی ستونزې قومي کړي او حق یې وخوړل شي.
په ورته وخت کې بیا د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، د دغې ولسوالۍ د ښوونکو ستونزې د حل په موخه یې هڅې پیل کړې وې، خو ځینې ښوونکي په لوی لاس غواړي تاوتریخوالی رامنځ ته کړي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي کلید ته وویل، قومي مشرانو او له ځينو ښوونکو سره یې خبرې پیل کړي، ترڅو یاده ستونزه حل او ښوونکي راخوشې شي.
د کامې ولسوالۍ دا ښوونکي په داسې حال کې لاریون کوي، چې له دې څو میاشتې وړاندې هم یادو ښوونکو پوره میاشت د زده کوونکو پرمخ ښوونځي تړلي وو، چې ګواکې حکومت ورته د کور لپاره ځمکه نه ورکوي.


