ads

جنرال عبدالرازق د ملګرو ملتونو د شکنجې ضد کمېټې د رپوټ په اړه توند غبرګون وښود

د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق د ملګرو ملتونو د شکنجې ضد کمېټې د رپوټ په اړه توند غبرګون وښود.

نویسنده: sarwan
23 غویی 1396
جنرال عبدالرازق د ملګرو ملتونو د شکنجې ضد کمېټې د رپوټ په اړه توند غبرګون وښود

د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق د ملګرو ملتونو د شکنجې ضد کمېټې د رپوټ په اړه توند غبرګون وښود.
ملګري ملتونه وايي، جنرال عبدالرازق بايد د بنديانو د شکنجې او د خلکو د جبري ورکولو د ادعاوو په خاطر تر عدلي تعقيب لاندې ونيول شي.
د ملګرو ملتونو د شکنجې ضد کمېټې پرون په کندهار کې د بشري حقونو د ناوړه وضعيت د رپوټونو په اړه اندېښنه وښوده.
دې کمېټې په يو رپوټ كې د بنديانو د زندۍ کولو، معدې ته د اوبو د پمپ کولو او برق ورکولو يادونه کړې او ويلي يې دي، چې د شويو ادعاوو له مخې د کندهار پوليس د خلکو په جبري ورکولو، په ډله ييزو بې پوښتنو نيونو او د پوځي عملياتو په مهال له محاکمې پرته وژنو کې لاس لري.
د سرچينې په وينا، كه جنرال عبدالرازق دا جرمونه شخصاً کړي هم نه وي، خو په پراخه توگه په جرمونو کې شريک گڼل کېږي.
خو د کندهار امنيه قوماندان دغه تورونه ردوي او وايي، چې د ملګرو ملتونو د شکنجې ضد کمېټې رپوټ له حقيقته لرې دى.
د نوموړي په خبره، دا معلومات يادې كمېټې ته د هغو کسانو له خوا وركړل شوي، چې له دوى څخه شخصي غوښتنې لري او کله چې يې غوښتنې ونه منل شي، بيا داسې بې بنسټه ادعاوې كوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA