ads

د کندهار له زندان څخه د حزب اسلامي ۳ بنديان ازاد شول

پرون د کندهار له مرکزي زندان څخه د حزب اسلامي اړوند ۳ بنديان سيف الله، بخت محمد او روندي د حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې د هوکړې له مخې د جمهور رييس محمد اشرف غني د فرمان پر بنسټ ازاد شول.

نویسنده: sarwan
22 غویی 1396
د کندهار له زندان څخه د حزب اسلامي ۳ بنديان ازاد شول

پرون د کندهار له مرکزي زندان څخه د حزب اسلامي اړوند ۳ بنديان سيف الله، بخت محمد او روندي د حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې د هوکړې له مخې د جمهور رييس محمد اشرف غني د فرمان پر بنسټ ازاد شول.
په کندهار کې د حزب اسلامي استازي پاچاخان د دې بنديانو پر ازادېدو خوښي وښوده او هيله يې څرګنده کړه چې د دغه ګوند اړوند نور بنديان به هم ژر ازاد شي.
له بل لوري په کندهار کې د سولې عالي شورا د ستراتيژيکو اړيکو مسوول احمد فيضان وايي، د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د هوکړې د ۱۱ مادې له مخې د حزب اسلامي هغه بنديان چې د بند موده يې له ۵ کالو کمه پاتې وي ازادېږي.
د کندهار له زندانه داسې مهال د حزب اسلامي ۳ تنه بنديان ازادېږي، چې څو ورځې مخکې د پلچرخي له زندان څخه ۱۸او له بګرام زندان څخه ۳۰ تنه د حزب اسلامي اړوند بنديان ازاد شوي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA