د کاپيسا په تګاب کې د لومړي ځل لپاره د نجونو ښوونځي فعاليت پيل کړ

د کاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍ کې له ۱۶ کلونو وروسته د نجونو ښوونځی جوړ شو.
د دغه ولايت د پوهنې رييس محمد نسيم ساپی وايي، دوی د تګاب په جنوبي برخه کې د قومي مشرانو په هڅو د نجونو لپاره لومړنی ښوونځی جوړ کړ، چې د تدريس چارې يې روانې دي او ډېر ژر به يې ودانۍ هم ورغول شي.