د کاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍ کې له ۱۶ کلونو وروسته د نجونو ښوونځی جوړ شو.
د دغه ولايت د پوهنې رييس محمد نسيم ساپی وايي، دوی د تګاب په جنوبي برخه کې د قومي مشرانو په هڅو د نجونو لپاره لومړنی ښوونځی جوړ کړ، چې د تدريس چارې يې روانې دي او ډېر ژر به يې ودانۍ هم ورغول شي.
د ساپي په خبره هڅه کوي، د تګاب ولسوالۍ ښځينه ښوونکو ته د کاپيسا د نورو ولسواليو په پرتله لوړ معاشونه ورکړي.
تګاب د کاپيسا ولايت جنوبي ناامنه ولسوالۍ ده، چې ډېری وخت د جګړو شاهده وي او تر دې مهاله يې د نجونو هېڅ ښوونځی نه درلود.


