د امريکا د استخباراتو مشر وايي، د افغانستان د جگړې له اوسني بحران نه کېدای شي طالبان ګټه واخلي او وضعيت نور هم خراب کړي.
د امريکا د ملي استخباراتو مشر ډانيل کوټس وايي، په افغانستان کې حالات مخ په ورانېدو دي او وسله وال طالبان به ښايي په روان کال کې لاسته راوړنې ولري.
د امريکا د سنا مجلس غونډې ته د امريکا د متحده ايالاتو د پوځي استخباراتو مشر وويل، امريکا بايد د افغانستان د وسله والو ځواکونو د لاغښتلتيا لپاره له افغانستان سره مرستو ته پراختيا ورکړي.
دغه امريکايي چارواکي خبرداری ورکړ، چې که داسې ونه شي، وضعيت خرابېږي او د هغه په وينا طالبان او د دولت مخالفې ډلې به د رامنځ ته شوي بحران څخه گټه پورته کړي.
نوموړي د افغان ځواکونو فعاليت وستايه او ويې ويل، چې طالبان يې نه دي پرېيښي، چې خپلو ټاکل شوو ستراتيژيکو اهدافو ته ورسېږي.


