د افغانستان د کورنيو چارو وزارت په کابل کې د داعش د دوو مشکوکو کسانو د نيولو خبر ورکړی.
د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې حکمتالله او عبدالمالک د لومړنيو تحقيقاتو پر مهال دا منلې ده چې دوی د داعش غړي دي.
د کورنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې دغه دوه کسان په پاکستان کې روزل شوي دي.
پوليس وايي چې د داعش دغه دواړه غړي په جعلي پاسپورټونو افغانستان ته داخل شوي چې د کورنيو چارو وزارت د استخباراتو د عمومي رياست له لوري د کابل ښار په پنځلسمه ناحيه کې ونيول شول.
داعش ډلې تر اوسه ددغو کسانو د نيول کېدو په هکله څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

