محمد محقق وايي هغه څوک چې د خلکو سرونه پرې کوي او تاويخوالي ته لمن وهي د اسلام خلاف کړنې ترسره کوي.
د اجرائيه رياست دوهم مرستيال چې ننيې په باميانو کې د سولې او عدالت په نوم يوې جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې وويل، د ولسي وګړو وژل او په جوماتونو کې انفجار کول هېڅ ډول انساني توجيه نهلري.
محمد محقق په خپلو خبرو کې يو وار بيا له طالبانو وغوښتل چې د سولې له پروسې سره يوځای شي.
دا په داسې حال کې ده چې د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار له کلونو جنګ وروسته د افغان حکومت سره سوله وکړه او يوه اوونۍ وړاندې کابل ته راغی.
د سياسي چارو شننونکي وايي، د سولې له پروسې سره د ښاغلي حکمتيار يو ځاي کېدل د ټولو لپاره يو ښه مثال دی او بايد چې نورې وسله والې ډلې هم د حکمتيار په پله پل کېږدي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

