ads

کندهار کې پر وسله والو طالبانو خپل ماين چاودنې ۹ تنه وژلي

د کندهار امنيتي چارواکي وایي، تېره شپه د میوند د بند تیمور په رېګ ساحه کې پر وسله والو طالبانو خپلو تازه جوړېدونکو ماینونو چاودنه کړې ده.

نویسنده: sarwan
20 غویی 1396
کندهار کې پر وسله والو طالبانو خپل ماين چاودنې ۹ تنه وژلي

د کندهار امنيتي چارواکي وایي، تېره شپه د میوند د بند تیمور په رېګ ساحه کې پر وسله والو طالبانو خپلو تازه جوړېدونکو ماینونو چاودنه کړې ده.
د کندهار د امنیې قومندانۍ ویاند ضیا دراني کلید کي وویل، په دې پېښه کې نهه وسله وال طالبان وژل شوي او اته تنه نور ټپیان دي.
د دراني په وینا په وژل شویو کې د ظواهري په نوم طالب قومندان هم شامل دی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA