پاکستان د ملګرو ملتونو له سر منشي څخه غوښتنه کړې، چې له هند سره د کشمير مسئله دې ورته حل کړي.
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دايمي استازې مليحه لودي پرون ويلي، چې د کشمير د جنجال له كبله په جنوبي اسيا کې تاوتريخوالى نور هم زياتېدلى شي.
نوموړې دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو سر منشي انتونيو ګوتريس سره د کتنې په مهال کړي.
پاکستان دا غوښتنه په داسې حال کې کوي، چې د کشمير پر سر يې له هند سره اړيکې تر بل هر وخت زياتې خرابې شوي او کله هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې د پيلېدو وېره ښودل شوې ده.
هند او پاکستان دواړه د کشمير د مالکيت ادعا لري او له ۱۹۴۷ کال راهيسې يې، چې دواړو هېوادونو له بريتانيا څخه خپلواکي ترلاسه کړه، ترمنځ درې جګړې هم شوې دي.


