ads

هلمند كې د ملكي وګړو پر موټر ماين چاودنه شوې

په هلمند ولايت كې ماين چاودنې څلورو ملکي وګړو ته مرګ ژوبلې اړولې ده.
د هلمند ولايت د رسنيو دفتر څخه كليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې نن سهار شاوخوا پنځه بجې د۶۰۱ نمبر لويې لارې اړوند د چهار ګل پمپ سيمه کې پر سړک د وسله والو طالبانو اېښودل شوی ماين د ملکي وګړو پر يو مازدا ډوله موټر چاودلى دى.

نویسنده: sarwan
20 غویی 1396

د سرچينې په وينا، د چاودنې له كبله د لومړنيو معلوماتو له مخې يو تن وژل شوى او درې تنه نور ټپيان شوي دي.
سرچينه زياتوي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د ملکي وګړو دغه موټر، چې پسونه يې بار کړي وو او پر يادې لويې لارې روان و، د وسله والو طالبانو پر ښخ شوي ماين ور برابر شو.
په دې پېښه کې مازدا موټر په بشپړه توګه تخريب شوی او په کې بار ټول پسونه هم له منځه تللي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA