په مکسيکو کې د اور لوبو توکو په يوه لويه خونه کې د چاودنې له کبله د يوولسو ماشومانو په ګډون۳۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د مکسيکو چارواکو ويلي، دا پېښه د سې شنبې په شپه د مرکزي ايالت پویبلا په يوه لرې پرته سيمه کې رامنځته شوې، چې په پايله کې يې د ۱۱ ماشومانو په ګډون ۱۴ تنه وژل شوي او ۲۲ تنه نور ټپيان دي.
په ورته وخت کې د مکسيکو دولتي چارواکي وايي، دا پېښه پر يادې خونې د يوه توغندي د لګېدو په ترڅ کې رامنځته شوې ده.
د دوى په خبره، دغو ماشومانو له څلورو تر ۱۵ کلونو عمرونه درلودل.
دوى زياتوي، ټاکل شوې وه، چې د اور لوبې ياد توکي راتلونکې اونۍ په يوه فسټيوال کې وکارول شي.


