ads

كابل ښار كې پوليسو ځانګړي عمليات تر سره کړي

پوليسو د كابل ښار د پنځمې او يوولسمې امنيتي حوزو په مربوطاتو ځانګړي عمليات كړي، چې په ترڅ كې يې نهه شكمن كسان نيول شوي، د يو ځانمرګي واسكټ په ګډون يوه اندازه وسلې او مهمات هم د پوليسو لاس ته ورغلي دي.

نویسنده: sarwan
20 غویی 1396
كابل ښار كې پوليسو ځانګړي عمليات تر سره کړي

پوليسو د كابل ښار د پنځمې او يوولسمې امنيتي حوزو په مربوطاتو ځانګړي عمليات كړي، چې په ترڅ كې يې نهه شكمن كسان نيول شوي، د يو ځانمرګي واسكټ په ګډون يوه اندازه وسلې او مهمات هم د پوليسو لاس ته ورغلي دي.
د كابل امنيه قومانداني وايي، چې د دې عملياتو مشري د ۱۰۱ اسمايي زون قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې رئيس محمد سالم الماس پر غاړه لرله.
د سرچينې په وينا، د يوولسمې امنيتي حوزې له يوه كور څخه يو ځانمرګى واسكټ ترلاسه او يو تن هم ونيول شو.
د كابل امنيه قومانداني زياتوي، همدارنګه د پنځمې امنيتي حوزې له يوه كور څخه د پيكا، راكټ او لاسي بمونو په ګډون يوه اندازه وسلې او مهمات كشف او ترلاسه شول.
د سرچينې په خبره، د دغو وسلو او مهماتو د ساتنې په تړاو اته تنه نيول شوي، چې څېړنې ورڅخه روانې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA