په هرات ولايت کې د سړک غاړې په ماين چاودنه کې د ماشومانو او ښځو په ګډون ۷ تنه ملکي وګړي وژل شوي.
د هرات د امنيې قومندانۍ وياند عبدالاحد وليزاده وايي، دغه چاودنه نن سهار د ادرسکن ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
وليزاده زياتوي، په دې پېښه کې دوه ماشومان، دوه مېرمنې او دوه سړي شامل دي.
په ورته وخت کې د امنيتي چارواکو په وينا، له درې ورځو راهيسې د امنيتي ځواکونو له لوري په ادرسکن ولسوالۍ کې تصفيوي عمليات هم پيل شوي دي.
د هرات ولايت د والي وياند جيلاني فرهاد کليد ته وويل، په روانو عملياتو کې د وسله والو طالبانو د نومول شوي ولسوال ملا حامد په ګډون ۱۵ تنه وسله وال وژل شوي او ۲۱ تنه نور ټپيان دي.
د فرهاد په وينا، دا عمليات به تر هغه دوام کوي، څو يې چې ياده ولسوالۍ په بشپړه توګه د وسله والو له شتونه نه وي پاکه کړې.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


