ads

خوږياڼو ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال وژل شوی

د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، خوږیاڼو ولسوالۍ لپاره یې د وسله والو طالبانو نومول شوی ولسوال وژلی دی.

نویسنده: sarwan
20 غویی 1396
خوږياڼو ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال وژل شوی

د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، خوږیاڼو ولسوالۍ لپاره یې د وسله والو طالبانو نومول شوی ولسوال وژلی دی.
د ننګرهار د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال کلید ته وویل، چې تېره شپه د خوږیاڼو ولسوالۍ په کوز بیار سیمه کې د یادې ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوي ولسوال وفیع الله چې مشهور په عمر و، د سیمې له خلکو سره نښته کړې، پر وخت امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي چې د نښتې پرمهال دغه نومول شوی ولسوال وژل شوی او یو بل وسله وال ټپي شوی دی.
نوموړی وایي، په دغه نښته کې د سیمې خلکو او افغان ځواکونو ته هۍڅ زیان نه دی اوښتی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA