ads

ارګ كې د وسله وال پوځ د اعلى سرقوماندانۍ غونډه وشوه

د وسله وال پوځ د اعلي سرقوماندانۍ غونډه د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ تېر ماښام په ارګ کې جوړه شوه.

نویسنده: sarwan
20 غویی 1396
ارګ كې د وسله وال پوځ د اعلى سرقوماندانۍ غونډه وشوه

د وسله وال پوځ د اعلي سرقوماندانۍ غونډه د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ تېر ماښام په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، چې په دې غونډه کې د دفاعي او امنيتي سکټور وزيرانو د هېواد د امنيتي وضعيت په ځانګړې توګه د کندوز، بدخشان، هلمند، اروزګان، ننګرهار، کونړ، بغلان او کابل ولايتونو په اړه رپوټونه وړاندې كړل.
غونډې امنيتي تهديدونه وارزول، د افغان ځواكونو هدفمنده مبارزه، هڅې او مېړانه يې وستايله او هغوى ته يې د امنيتي تهديدونو د دفعه کولو په خاطر لازمې لارښوونې وکړې.
په دې غونډه کې د هېواد د دفاعي او امنيتي ځواکونو د اساسي اکمالاتو د کچې مفصل رپوټ هم وړاندې شو او د پرسونل د اکمالاتو د سطحې، ښوونې او روزنې، تجهيزاتو او احضاراتو سطحې په اړه لازمې لارښوونې وشوې.
په پاى کې د وسله وال پوځ د اعلي سرقوماندانۍ غونډې د هېواد په ټولو ولايتونو په ځانګړي ډول په شمال ختيځو ولايتونو کې د امنيت ټينګښت او د تروريستانو نابودي حتمي وبلله او د دې ولايتونو د عمومي تصفيې په اړه يې لازمې لارښوونې وکړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA