د پروان ولايت په عيدګاه جومات کې څو شېبې وړاندې چاودنه شوې.
ويل کېږي، چې په دې چاودنه کې د پروان ولايت د علماوو شورا مشر مولوي عبدالرحيم شاه حنفي وژل شوی او ۶ تنه نور ټپيان دي، چې د ځينو روغتيايي حالت نازک ښودل شوی.
تر اوسه د چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه دی اخيستی.
نورو جزياتو لپاره کليد سره اوسﺉ.


