نن په ټوله روسيه کې په دويمه نړيواله جګړه کې جرمني ته د روسيې له لوري د ماتې ورکولو جشن نمانځل کېږي.
په ۱۹۴۵ کال كې وروسته له هغې، چې روسي ځواکونو جرمني ته په اوږده جګړه کې ماتې ورکړه او تر ماتې وروسته جرمني په دوو هېوادونو ووېشل شو، روسيې دا د خپلو ځواکونو مېړانه وبلله.
هر کال دا ورځ په روسيه کې په جشنونو او پوځي پرېډونو نمانځل کېږي.
په نننيو مراسمو کې د ځمکنيو او سمندري ځواکونو ترڅنګ د روسيې هوايي او ځمکني ځواک هم نندارې ته وړاندې شوى او په ستر پوځي پرېډ كې يې برخه اخيستې ده.
په دويمې نړيوالې جګړې کې، چې شپږ کاله يې دوام وکړ، ميليونونو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ، چې د جرمني او جاپان تر ماتې وروسته پاى ته ورسېده.


