مصر: د امنيتي ځواكونو او وسله والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله وال وژل شوي

په مصر کې له امنيتي ځواکونو سره په مخامخ نښته کې اته وسله وال وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
د مصر د کورنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه كې ويلي،چې له وسله والو سره ياده نښته د سوهاج او سفاجا ترمنځ په غځېدلي سړک کې رامنځته شوې ده.