ads

مصر: د امنيتي ځواكونو او وسله والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله وال وژل شوي

په مصر کې له امنيتي ځواکونو سره په مخامخ نښته کې اته وسله وال وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
د مصر د کورنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه كې ويلي،چې له وسله والو سره ياده نښته د سوهاج او سفاجا ترمنځ په غځېدلي سړک کې رامنځته شوې ده.

نویسنده: sarwan
19 غویی 1396

سرچينې ادعا كړې، چې وژل شويو وسله والو په اخوان المسلمين ګوند پورې تړاو درلود.
د سرچينې په خبره، په وژل شويو کې د اخوان المسلمين ګوند يو مهم قوماندان هم شامل دى.
په مصر کې تېر کال اخوان المسلمين ګوند يوه ترهګره ډله اعلان شوه او پر فعاليتونو يې بنديز هم ولګېد.
په دغه هېواد کې درې کاله وړاندې وروسته له هغې تاوتريخوالى زيات شو، چې واکمن پوځي ديکتاتور عبدالفتاح السيسي محمد مرسي له واکه لرې كړ او زندان ته يې واستوه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA