د لغمان ولايتي چارواکي وايي، پرون مازيګر ناوخته وسله والو مخالفينو د مهترلام – اليشنګ پر لويه لاره د ملکي وګړو پر موټر بريد کړى، چې په پايله کې يې درېيو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لغمان ولايت د رسنيو دفتر څخه کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، وسله والو مخالفينو د اليشنګ – مهترلام پر لويه لاره د اچکزيو په سيمه کې د ملکي وګړو پر موټر د راکټ انداز بريد کړى، چې په ترڅ كې يې دوه تنه وژل شوي او يو ماشوم ټپي دى.
د لغمان ولايتي ادارې د وسله والو دغه بريد غندلى او ټولو امنيتي ادارو ته يې دنده سپارلې، چې د پېښې عاملين تثبيت او له منځه يې يوسي.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


