د ډیورنډ فرضي کرښې هغې لوري ته یو شمېر قبایلي مشران وایي، د پاکستان حکومت په لوی لاس په دوی ظلمونه شروع کړي او غواړي په سیمو کې یې وسله والو ته د روزلو مرکزونه جوړ کړي.
د ډیورنډ فرضي کرښې د دواړو لورو قومي مشرانو نن په جلال اباد ښار کې د خپلو شته ستونزو او ننګونو څخه د خلاصون په موخه سره را جرګه شوي وو.
د کوزې پښتونخوا د قبایلي شورا مشر حاجي زرجان شینواري له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې د پاکستان حکومت په قبایلي سیمو کې ترهګر روزي او د افغانستان په شمول یې د نړۍ ګڼو هېوادونو ته د ترهګرۍ په موخه لېږي.
نوموړي د ډیورنډ پر فرضي کرښه د موانعو او تاسیساتو جوړېدل وغندل او وایي، چې د پاکستان پوځ او استخباراتي اداره ورته ګواښ کوي، چې خپل غږ پورته نه کړي.
حاجي زرجان پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ، چې نوی نسل یې ترهګر روزل کېږي او د قبایلي ولس بشري حقوق پاکستاني حکومت تر پښتو لاندې کړي دي.
په ورته وخت کې بیا د وزیرستان د شورا مشر ډاکټر حیات مسعود له کلید سره په خبرو کې وویل، چې له تېرو څو کلونو راهسې د کرښې دواړو لورو ته پښتانه محکوم پاتې شوي او دوی نور نه غواړي چې ظلمونه دې پرې وشي.
حیات مسعود وایي، ملګري ملتونه دې پر دوی د کېدونکو ظلمونو مخه ونیسي او د پاکستاني حکومت مخنیوی دې وکړي، چې د دوی حقوق ونه خوړل شي.
په جلال اباد ښار کې د ډیورنډ پر فرضي کرښې پراته د پښتنو دا قومونه په داسې حال کې د خپلو ستونزو د حل په موخه سره را ټولېږي، چې په دې وروستیو کې پاکستاني حکومت هڅې پیل کړي، ترڅو پر یاده کرښه اغزن تار وغځوي، خو افغان حکومت او ولسونو یې کلک مخالفت کړی دی.


