ads

غني: افغانستان کې دې د م.م د ماموريت او مرستو اوسنى حالت بدلون ومومي

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، دوى بار بار ويلي، چې افغانستان له نااعلان شوې جګړې سره مخ دى او ملګري ملتونه بايد له ډيپلوماټيکو لارو د دې جګړې په ودرولو کې خپل رول ادا کړي.

نویسنده: sarwan
19 غویی 1396
غني: افغانستان کې دې د م.م د ماموريت او مرستو اوسنى حالت بدلون ومومي

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، دوى بار بار ويلي، چې افغانستان له نااعلان شوې جګړې سره مخ دى او ملګري ملتونه بايد له ډيپلوماټيکو لارو د دې جګړې په ودرولو کې خپل رول ادا کړي.
نوموړي دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ په ارګ كې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي يان کوبيش سره د ليدنې په مهال وكړې.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې د جمهور رئيس غني له قوله راغلي، افغانستان لا هم د ملګرو ملتونو همکارۍ ته اړتيا لري، خو د چارو د موثريت او ښه والي لپاره بايد د دوى د ماموريت او مرستو اوسنى حالت په اساسي توګه بدلون ومومي.
د هېواد جمهور رئيس د ښې حکومتولۍ، د بېوزلۍ د له منځه وړلو، فساد سره د مبارزې او نورو برخو کې د ملګرو ملتونو مرستې وستايلې او زياته يې کړه، په يادو برخو کې شته ستونزو ته په پام لا ډېر کار او مرستو ته اړتيا ده.
بل خوا د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي يان کوبيش وويل، په افغانستان کې د دغه سازمان د ماموريت او چارو د لا ښه والي په هدف به د جمهور رئيس غني وړانديزونه او نظريات د ملګرو ملتونو سرمنشي سره شريک کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA