امنیتي سرچینې د غزني ولایت په اړوندو کې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو تر منځ نښتو کې د یوه قومندان په ګډون د ۱۶ وسله والو طالبانو او ۲ امنیتي سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکوي.
په غزني کې مېشت د ملي اردو د درېیمې پلې لېوا ویاند محمد حنیف رضایي کلید ته وویل، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دې ولایت د مرکز اړوند په اسفندي او شهباز سیمو او د اندړو، مقر او دې یک ولسوالیو په اړوندو کې د شویو نښتو په ترڅ کې د یوه قومندان په ګډون د دولت ۷ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او د ۲ سیمه يیزو پولیسو په ګډون ۹ تنه وسله وال ټپیان شوي دي.((دغه نښتې د دې یک په تاسنګ، د مقر مرکز ته څېرمه او د اندړو ولسوالۍ په ملا نوح بابا سیمه کې رامنځته شوې دي.))
وسله والو د غزني په اندړو، مقر او دې یک ولسوالیو کې د شویو نښتو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا کلید ته په را استولي ټلیفوني پیغام کې ادعا کړې، چې وسله والو یې تېره ورځ غزني ښار ته څېرمه په شهباز سیمه کې دوه امنیتي سرتېري وژلي، څلور تنه یې ټپیان کړي او د امنیتي ځواکونو یو پوځي موټر یې هم له منځه وړی دی.
خو په غزني کې د ملي اردو ویاند بیا د مجاهد دا ادعا رد کړه.


