د غزني ولایت د ښځو چارو ریاست چارواکي او دیني عالمان وايي، په دې ولایت کې طلاق ډېر شوی او بېلا بېل ټولنیز عوامل د دې سبب شوي، چې ډیری ځوانان تر لنډ مهال وروسته خپل ګډ ژوند ته پای ورکړي.
دوی اندېښنه ښيي که د دغه کار مخه ونه نيول شي، په راتلونکي کې به د ګڼو ټولنيزو ستونزو سبب شي. د غزني ولایت د ښځو چارو ریاست د حقوقو د مدیریت مشرې فوزیې کاکړ کلید ته وویل، د تېرو کلونو په پرتله اوسمهال په دې ولایت کې د طلاق ګراف شل په سلو کې لوړ شوی دی.
نوموړې زياته کړه، يوازې په تېر يوه کال کې له دوی سره د طلاق ۱۲۴ قضیې ثبت شوې دي: ((له بده مرغه په غزني کې د طلاق موارد د تېر په پرتله خورا ډېر شوي دي، په تېر يوه کال کې زموږ له رياست سره د طلاق ۱۲۴ قضیې ثبت شوې، حال دا چې سلګونه نور کسان د محکمې او یا هم دیني عالمانو له لارې د خپل طلاق مسئله حلوي، چې په دې سره ویلی شو، د طلاق قضیې هرکال زرګونو ته رسېږي.))
کاکړ په غزني کې د طلاق عمده علتونه بېسوادي، بېکاري، پر مخدره توکو د نارینهوو اعتیاد، فرهنګي او اقتصادي ستونزې او پر ټلوېزيونونو د ناسمو سریالونو اغېزې یادوي: ((همدغه علتونه دي چې نارینه د خپلو ښځو غوښتنې نه شي پوره کولای، یا یې نفقه نه شي ورکولای، یا هم ښځې بې ځایه غوښتنې لري چې د نارينهوو له توانه وتلې وي، دغه موارد بالاخره د طلاق سبب کېږي.))
له بل لوري ديني عالمان وايي، ورځ په ورځ د هغو کسانو شمېر په زياتېدو دی چې غواړي له خپلو مېړونو یا هم ښځو طلاق واخلي. د دوی په خبره، که هر څو دوی هڅه کوي، څو د ډېر طلاق مخه ونيسي، خو بیا يې هم په کنټرول کولو نه دي توانېدلي.
د غزني ښار د قلعه سبز جامع مسجد خطیب شیخ معتمدي کلید ته وویل، هره اوونۍ ورته شاوخوا لس جوړې د طلاق اخیستلو لپاره مراجعه کوي، چې ټول ځوانان او داسې کسان وي، چې له واده یې يو، دوه يا پنځه کلونه تېرېږي.
نوموړی زياتوي، د يو بل پر شرعي حقونو د خاوند او مېرمنې ناخبري، جبري او له خوښې پرته ودونه او يو شمېر نور علتونه ددې سبب کېږي، چې ډیری ځوانان تر واده وروسته ډېر ژر له یو بل څخه طلاق واخلي: ((نارینه تر ډېره ښځو ته د یوې خدمتګارې په سترګه ګوري، له بل لوري د ښځو تر منځ د کور د وسایلو او نورو امکاناتو پر سر ناوړه سیالۍ او د خاوند کمزوری اقتصاد، د نجلۍ او هلک له موافقې پرته ودونه او داسې نور د دې سبب کېږي چې ځوانان ونه شي کولای خپل ګډ ژوند ته دوام ورکړي.))
له بل لوري په غزني کې د علماوو شورا مشر مولوي محمد اسماعيل روحاني بیا پر ځینو ټلوېزيونونو د بهرنیو سریالونو خپرېدل د ډېری کورنیو ستونزو علت ګڼي.
د نوموړي په خبره، زموږ په ټولنه کې د خلکو درک او پوهه هومره لوړه نه ده، چې په وینا یې د یوه سریال یا فلم په لیدو له مثبتو ټکو او پیغامونو زدهکړه وکړي: ((زموږ د خلکو اقتصاد کمزوری دی او ژوند مو هم په ډېره ټیټه کچه، خو کله چې یو نارینه په سریالونو کې هغه بهرنۍ سرې او سپینې نجونې ویني، خپله ښځه ورته سپېره ښکاري او دغه راز کله چې یوه ښځه د سریالونو عصري ژوند، ښه امکانات او اسانتیاوې ویني، نو له خپل خاوند څخه یې زړه تور شي او بالاخره ورو ورو د دواړو تر منځ د بېلوالي زمینه برابره شي.))
دغه دیني عالمان وایي، که کورنۍ خپلو ځوانانو ته نور څه نه شي ورکولای، لږ تر لږه دې خپلو نجونو او هلکانو ته د ګډ ژوند د ملګري د ټاکلو حق ورکړي، چې په خپله خوښه د خپل ژوند ملګری وټاکي او په ارامۍ ورسره ژوند وکړي.


