ads

د پاکستان په کراچۍ ښار کې لسګونه ورانكاره كسان نيول شوي

د پاکستان په کراچۍ ښار کې له وسله والو سره د امنيتي ځواكونو په نښتو او تصفيوي عملياتو کې د دېرشو ورانکارو كسانو د نيولو خبر ورکړل شوى دى.

نویسنده: sarwan
19 غویی 1396
د پاکستان په کراچۍ ښار کې لسګونه ورانكاره كسان نيول شوي

د پاکستان په کراچۍ ښار کې له وسله والو سره د امنيتي ځواكونو په نښتو او تصفيوي عملياتو کې د دېرشو ورانکارو كسانو د نيولو خبر ورکړل شوى دى.
د پاکستان پوځي چارواکو ويلي، د پلټونکو عملياتو په مهال يې د کراچۍ په زړه کې د القاعده شبکې دوه مهم قوماندانان هم نيولي او يو شمېر وسلې او مهمات يې ور څخه ترلاسه کړي دي.
د کراچۍ ځايي امنيتي ادارې وايي، د دې ښار په کورنګي، لياري، نظام اباد او يو شمېر نورو سيمو کې يې پرون ناوخته چاپې اچولي، چې په ترڅ كې يې له وسله والو سره نښتې هم رامنځته شوې دي.
کراچۍ سوداګريز ښار د پاکستان د نورو ايالتونو په څېر په دې وروستيو کې د ترهګريزو بريدونو او هدفي وژنو مرکز ګرځېدلى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA