خوست کې د زده كوونكو پر مخ تړل شوي ښوونځي بېرته پرانيستل شول

د خوست ولايت په مركز او څلورو ولسواليو كې د سلګونو ښوونكو د درسي اعتصاب په ترڅ كې د ۲۱۹ تړل شويو ښوونځيو دروازې نن سهار بېرته د زده كوونكو پر مخ پرانيستل شوې.