د خوست ولايت په مركز او څلورو ولسواليو كې د سلګونو ښوونكو د درسي اعتصاب په ترڅ كې د ۲۱۹ تړل شويو ښوونځيو دروازې نن سهار بېرته د زده كوونكو پر مخ پرانيستل شوې.
د دغو ښوونکو يوه استازي لعل شاه خبريالانو ته وويل، دولت ورته د ستونزې د هواري لپاره دوه مياشتې وخت ورکړی، چې له همدې كبله دوى تېره ورځ خپل درسي اعتصاب پاى ته ورساوه.
هغه زياته کړه، چې له ژمنې سره سم به دولت دوى ته ځمکه تثبيتوي او په ياده موده کې به د دې ځمکې نور قانوني مراحل طی کوي.
لعل شاه ګواښ وکړ، که چېرې په دې موده کې يې ستونزه هواره نه شوه، نو دوى به يوه نوې پرېکړه کوي او خپل درسي اعتصاب ته به دوام ورکوي.
د خوست ولايت پر مرکز سربېره د باک، صبريو او يعقوبيو، تريزايي او ځاځي ميدان ولسواليو د ۲۱۹ ښوونځيو ښوونکو د شنبې په ورځ له دې كبله په درسي اعتصاب لاس پورې کړ، چې په وينا يې حکومت ورته له څو څو ځله ژمنو سره سره بيا هم د استوګنې ځمکې نه دي وېشلې.


