ads

د چادر الوان سندرغاړې

د مــرسل مـجــلې په دې ګــڼه کــې د ملي راډيو ټلوېزیون سندرغاړې فرشته رعنا چې د چادر الوان په سندرغاړې مشهوره ده، درپېژنو. نــوموړې په ۱۳۵۷کال په کابل کې زېږېدلې ده، د دقیق بلخي ښوونځي زدهکوونکې وه، په ښوونځي کې به يې تــرانــې ويلې، د ښوونــځـــي زدهکوونکو او ښوونکو ټولو به يې غږ خوښاوه، خو په ۱۳۷۱لمريز کال د جګړو له کبله ښوونځی په نيمايي کې ترې پاتې شوی.

نویسنده: sarwan
18 غویی 1396
د چادر الوان سندرغاړې

د مــرسل مـجــلې په دې ګــڼه کــې د ملي راډيو ټلوېزیون سندرغاړې فرشته رعنا چې د چادر الوان په سندرغاړې مشهوره ده، درپېژنو. نــوموړې په ۱۳۵۷کال په کابل کې زېږېدلې ده، د دقیق بلخي ښوونځي زدهکوونکې وه، په ښوونځي کې به يې تــرانــې ويلې، د ښوونــځـــي زدهکوونکو او ښوونکو ټولو به يې غږ خوښاوه، خو په ۱۳۷۱لمريز کال د جګړو له کبله ښوونځی په نيمايي کې ترې پاتې شوی.
په ښوونځي کې د ترانو ويلو په وخت کې د فرشتې پام خپل غږ ته اوړي، کله کله په فکر کې ورځي چې درېغی سندرې يې ویلای او ســندرغــاړې شــوې وای:
((د ښوونځي د ترانې په ډله کې وم، ورو ورو مې له ترانه ويلو او سندرو سره مينه ډېره شوه، بیا به مې کله کله په کور کې هم سندرې زمزمه کولې، همغه و چې تر دې ځايه راورسېدم او اوس د سندرغاړو په ډله کې يم.))
فــرشتــه په کــور کې زمــزمــې کوي، د مور يې هم غږ خوښېږي، فرشته يې مور ته وايي چې اجــازه ورکــړي سنــدرې ووايــي،
موږ يې زړه نازړه ده، خو اجازه ورکوي اما پلار يې سخــت مــخالــفت کوي او ټينګار کوي چې د سنــدرو ويــلو اجازه به ورنه کړي.
خو دا چې فرشته هم له سندرو سره بې کچې مينه لري، نه غواړي دا چانس له لاسه ورکړي:
((له سندرو سره مې مينه له کچې زياته وه، پلار په لومړيو کې نه پرېښودم خو ماته مې ونه منله، مور مې ملاتړ وکړ، پلار ته مې يې قناعت ورکړ، خو له څو سندرو ويلو وروسته پلار هم اجازه راکړه او په ښکاره مې سندرې پيل کړې. خپل دې هنر ته ډېره خوشاله یم. خوشاله په دې یم چې خپلو خلکو ته د غمونو او کرکو په ځای خوشالي ورکوم.))
فــرشته نور د خپلې کــورنــۍ له خوا کــوم خنډ نه ويني، خو ماماخېل يې خنډونه ورته جوړوي، د مور د تره زامن يې ګواښ ورته کوي چې سندرې به ترې ونه وايي: ((له ټولو سره مو مبارزه وکړه او دوی ته مو غاړه کېنښوده، تل بریالي وو او هر ګواښونکي ته مو ماته ورکړه.))
د فرشتې کورنۍ هم د نورو هېوادوالو په څېر پاکستان ته کډه کوي او هلته د موسيقۍ په ډګر کې ډېر پرمختګ کوي. فرشتې تر اوسه شــاوخــوا ۲زره غــږيــزې سندرې ويلې دي: ((تر اوسه مې د کومې سنــدرې کلېــپ نــه دی جوړ کړی، خــو په ټلويزيون مې ډېرې سندرې ويلې دي، موږ هر وخت د اخترونو، نوروز يا نورو مناسبتونو لپاره په ټلويزيون ژوندۍ سندرې وايو.))
فرشته وايي که وخت پيداکړي، ځينو سندرو ته به کلېپونه هم جوړ کړي او په لومړي ځل يې يوه زړه سندره ((شر شره باران است، چادر الوان)) د خپلوانو په واده کې وويله، دا چادر الوان ډېره مشهوره شوه او ډېرو به فرشتې ته د چادر الوان سندرغاړې ويله، سره له دې چې دا سندره اصل کې بل چا ويلې وه: ((واده کې ډېرو تبريکي راکړه، ويل يې چې زه کولای شم په راتلونکي کې ښې سندرې ووايم. د دوی هڅونه او تشويق و چې سندرغاړې شوم.))
فرشته يوازې له ملي راډيو ټلويزيون سره سندرې وايي، محفلونو ته نه ځي، سره له دې چې د هنر په برخه کې يې په کلونو کلونو کار کړی، خو اوس هم له اقتصادي ستونزو کړېږي، هغه ناروغه ده خو د خپلې درملنې وس نه لري: ((په کرايي کور کې اوسېږم. شديده سردردي لرم، اقتصاد مې دومره ښه نه دی چې کوم بهرني هېواد ته د درملنې لپاره لاړه شم. دلته مې هم درملنه نه کېږي.)) فرشتې د موسيقۍ په برخه کې هېڅ درس نه دی ويلی، کوم سندرغاړي چې پېژني له هغوی يې زدهکړه کړې او د موسيقي له الاتو يې ارمونيه څه ناڅه زده ده. رعنا وايي چې په نژدې راتلونکي کې خپلو هېوادوالو ته دوه نوې سندرې وړاندې کوي چې يوه يې له سندرغاړي بريالي ولي سره يو ځای ويلې او بله به يې هم يوازې ويلې ده. هــغه د قــطر، دوبۍ او تــاجــکــســتان په څېر هېوادونو ته د کنسرتونو لپاره تللې او په ۱۳۸۰لــمريــز کــال يــې د اطــلاعــات او فــرهــنګ وزارت په چــوکــاټ کې له افغان ميوزيک رياست سره کار پيل کړی چې تر اوسه پکې کار کوي. رعنا وايي چې دولت هنرمندانو ته پام نه کوي، هنرمندان په ډېره ټيټه اقتصادي کچه کې دي. نوموړې له دولت هيله لري چې د هنرمندانو ستونزو ته پام وکړي او يوازې يې پرېنږدي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA