ads

کندهار ښار کې دوه پوليس وژل شوي

غلچکي بريد کوونکو په کندهار ښار کې دوه پوليس په ډزو ووژل.
پېښه پرون ماسپښين د کندهار ښار د لسمې امنيتي حوزې اړوند د قوماندو په سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه، کله چې دا دوه پوليس په سيمه کې پر دنده بوخت وو.

نویسنده: sarwan
18 غویی 1396
کندهار ښار کې دوه پوليس وژل شوي

غلچکي بريد کوونکو په کندهار ښار کې دوه پوليس په ډزو ووژل.
پېښه پرون ماسپښين د کندهار ښار د لسمې امنيتي حوزې اړوند د قوماندو په سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه، کله چې دا دوه پوليس په سيمه کې پر دنده بوخت وو.
يوه باوري سرچينه وايي، چې بريد كوونكي په تېښته بريالي شوي دي.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک يوازې د پېښې پخلى کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون سهار غلچکي بريد كوونكو د کندهار ښار په نهمه امنيتي حوزه کې هم د ولايت مقام مطبوعاتي سلاکار عبدالغفور فېروز په ډزو وواژه.
د عبدالغفور فېروز د وژنې مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستى، خو د دوو پوليسو د وژل كېدو په اړه يې څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA