د کاپیسا امنیتي چارواکي وايي، تېره شپه يې یوه ۲۰ کسیزه ډله چې له سروبي څخه کاپیسا ته داخل شوي وي او غوښتل یې د سالنګ د لارې د هېواد شمال ته لاړ شي د کاپیسا په اول کوهستان کې د پولیسو له خو ا نیول شوي دي.
د کاپیسا امنیې قومندانۍ ویاند محمد ایوب یوسفزی یاده پېښه تاییدوي او زیاتوي، چې نیول شوي ډېری کسان د هېواد د ختيځو او جنوبي سیمو اوسېدونکي دي او د لومړنیو معلوماتو له مخې دوی غوښتل، چې د هېواد شمال ته لاړ شي او د وسله والو په لیکو کې ځای پر ځای شي.
نوموړی زیاتوي: ((دوی اوسمهال د کاپیسا د اول کوهستان په امنیې قومندانۍ کې دي، څېړنې ترې رواني دي چې دوی ولې او کوم هدف لپاره شمالي ولایتونو ته سفر کاوه)).
د یوسفزي په وینا تېره شپه د ځانګړو ځواکونو له خوا د کاپیسا په مرکز کې عملیات ترسره شوي، چې دوه تنه یې له وسلې او بمونو سره یو ځای نیولي دي.
د یادوې وړ ده، چې تېر کال هم په پروان او کاپیسا کې نږدې ۵۰ تنه په همدې تور نیول شوي وو، چې له څېړنو وروسته یې ځینې کسان بېرته خوشې شول.


