د پکتيا امنيتي مسوولين وايي، د مرکز ګردېز اړوند د عبدالله کلا په سيمه کې وسله والو طالبانو پر امنيتي پوسته بريد کړى او څلورو پوليسو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د پکتيا امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال نثار احمد عبدالرحميزي كليد ته د پېښې د تاييد ترڅنګ وويل، نن سهار وسله والو طالبانو پر امنيتي پوسته بريد کړى دى.
د هغه په وينا، په دې پېښه كې دوه تنه پوليس وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان دي.
نوموړي زياته كړه، چې په ځوابي بريد كې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
وسله والو طالبانو د خپل يو تن د ټپي کېدو د تاييد ترڅنګ رسنيو ته ويلي، چې په بريد کې يې دوه تنه پوليس وژلي دي.


