ads

هېواد كې د داعش ډلې مشر وژل شوی

د ملي يووالي حكومت په هېواد كې د داعش خراسان ډلې د مشر عبدالحسيب د وژل كېدو خبر وركړ.

نویسنده: sarwan
18 غویی 1396
هېواد كې د داعش ډلې مشر وژل شوی

د ملي يووالي حكومت په هېواد كې د داعش خراسان ډلې د مشر عبدالحسيب د وژل كېدو خبر وركړ.
له ارګه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په افغانستان کې د داعش ډلې مشر له يو شمېر نورو مهمو مشرانو سره يو ځاى د روانې غويي مياشتې په اوومه نېټه په ننګرهار ولايت کې د افغان ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې وژل شوى دى.
سرچينې زياته کړې، حکومت له بشپړو ارزونو او معلوماتو وروسته، چې د هغه وژل کېدل يې کره کړل، نو په اړه يې معلومات له ولس سره شريک کړل.
ارګ ويلي، عبدالحسيب د کابل پر سردار محمد داود خان روغتون بريد کې هم لاس درلود، چې له كبله يې ګڼ شمېر بې ګناه هېوادوالو ته مرګ ژوبله واوښته.
جمهور رئيس محمد اشرف غني د عبدالحسيب د وژل كېدو په اړه په يوه ويډيويي پيغام كې ويلي، چې داعش وسله وال د افغان ځواكونو له سختو بريدونو سره مخ شوي او په دې وروستيو كې يې د دې ډلې ځينې مهم قوماندانان وژلي دي.
د يادونې وړ ده، چې د داعش پخوانى مشر حافظ سعيد خان تېر کال د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې وژل شوى و، چې بيا وروسته عبدالحسيب د دې ډلې مشر وټاکل شو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA