ads

ننګرهار كې ۳۲ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ملي اردو چارواکي وايي، د ننګرهار ولايت په اچين او نازيانو ولسواليو كې د هوايي بريدونو له كبله ۳۲ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: sarwan
18 غویی 1396
ننګرهار كې ۳۲ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ملي اردو چارواکي وايي، د ننګرهار ولايت په اچين او نازيانو ولسواليو كې د هوايي بريدونو له كبله ۳۲ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال کليد ته وويل، چې تېره شپه د اچين ولسوالۍ په مامند درې او باندر سيمو کې د هوايي بريدونه له كبله د يو قوماندان په ګډون ۲۹ داعش وسله وال وژل شوي او يو بل ټپي شوى دى.
نوموړي زياته كړه، چې د يوه بل هوايي بريد له كبله د نازيانو ولسوالۍ په سپينې ژۍ سيمه کې دوه داعش وسله وال وژل شوي او د هغوى يوه مخابراتي دستګاه هم له منځه وړل شوې ده.
د مشرقيوال په خبره، په يادو بريدونو كې ځاىي خلكو ته هېڅ زيان نه دى اوښتى.
داعش وسله والو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA