په لغمان ولايت كې د سولې او پيوستون لپاره د همکارۍ موسسې په مټ د تاوتريخجن افراطيت په وړاندې د ملي ستراتيژۍ جوړونې بهير تر سرليک لاندې جوړ شوى دوه ورځنى كنفرانس نن هم دوام لري.
د لغمان ولايت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، چې په ياده برخه کې به د کنفرانس د ګډونوالو مهم او غښتلي نظرونه او وړانديزونه په جوړېدونکې ستراتيژۍ کې ځاى پر ځاى شي.
په دې كنفرانس كې د ولايتي شورا استازي، د يو شمېر ادارو رئيسان، مېرمنې، قومي مشران، ديني عالمان، ځوانان او مدني فعالان ګډون لري.
د لغمان والي عبدالجبار نعيمي پرون دغه كنفرانس ته په وينا كې وويل، چې افراطيت د اسلام ضد دى او په وړاندې يې جدي مبارزې ته اړتيا ده.
نعيمي زياته کړه، اسلام د اعتدال او برابرۍ دين دى، چې له افراطيت سره په مطلقه توګه په تضاد کې واقع دى او هر هغه څوک چې افراطيت، وحشت او دهشت خوروي، هغوى مسلمانان نه دي، بلکې د اسلام او مسلمانانو د بدنامۍ په خاطر د پرديو شوم پلانونه او نقشې تطبيقوي.
د لغمان والي د خپلې وينا په پاى کې وويل، يووالى، زغم، خواخوږي او په همغږۍ کار د شته ستونزو د ختمولو يوازينۍ لاره ده.


