د کاپیسا د پوهنې ریاست چارواکي وايي، له څو کالونو راهیسې، د کاپیسا په بېلابېلو سیمو کې ۱۰۸ بېلابېل ښونځي ودانۍ نه لري.
د کاپیسا د پوهنې رییس محمد نسیم ساپي په وینا یاده ستونزه یې څو ځلې له پوهنې وزارت او نورو بېلابېلو ادارو سره شریکه کړې خو اوسمهال د ۸ ښونځیو د ودانیو د جوړېدو چارې پیل شوې دي.
ساپی وايي، دوی د یادې ستونزې د مخینوي په اړه د یو شمېر ښونځیو لپاره کرایه کورونه نیولي او په ولسوالیو کې ډېری داسې ښوونځي هم شته چې زده کونکي یې د ګرمۍ پر مهال د ونو لاندې او یخنۍ پر مهال د دښتو په لمنو کې زده کړې تر سره کوي.
د نوموړي په وینا د یو شمېر ودانیو نشتوالي د دوی په تدریسي چارو کې ستونزې رامنځته کوي.
نوموړی زیاتوي: (( اوسمهال د بهرنیو موسسو په مرسته د اته ودانیو د جوړېدو چارې روانې دي، د تېرو کالونو په پرتله سږ کال ۱۳ پروژې د پوهنې د ریاست د ودانیو، احاطو په اړه کار کوي، چې ډېرې پیسې يې د نړیوال بانک له خوا ورکول کېږي. زموږ ډېر ښوونځي ودانۍ لري خو د څوکیو او مېزونو له ستونزې سره مخ دي)).
د یادونې وړ ده، چې د کاپیسا په نا امنو سیمو کې د یو شمېر ښونځیو تر څنګ امنیتي پوستې هم پرتې دي، چې د اوسېدونکو په وینا د جګړې پر مهال یې د زده کړې بهیر هم له ستونزو سره مخ کړی دی.


