ads

د غزني اوسېدونکي ادعا کوي چې د ملي اردو سرتېرو يوه نجلۍ وژلې

د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ ځینې اوسېدونکي ادعا کوي، چې په سیمه کې یې د ملي اردو سرتېرو نن سهار په لوی لاس پر ولسي خلکو او کورونو ډزې کړي، چې په پایله کې یې یوه ۱۴ کلنه نجلۍ وژل شوې ده.

نویسنده: sarwan
18 غویی 1396
د غزني اوسېدونکي ادعا کوي چې د ملي اردو سرتېرو يوه نجلۍ وژلې

د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ ځینې اوسېدونکي ادعا کوي، چې په سیمه کې یې د ملي اردو سرتېرو نن سهار په لوی لاس پر ولسي خلکو او کورونو ډزې کړي، چې په پایله کې یې یوه ۱۴ کلنه نجلۍ وژل شوې ده.
دوی د وژل شوې نجلۍ مړی هم د اعتراض په توګه د غزني ولایتي شورا ته راوړی و.
د وژل شوې نجلۍ نیکه عبدالله او نږدې خپلوانو يې خبریالانو سره خبرو کې وویل، چې یاده نجلۍ نن سهار شاوخوا ۷ بجې د اندړو ولسوالۍ په ملا نوح بابا سیمه کې د ملي اردو د مېشتې پوستې سرتېرو په لوی لاس وژلې ده.
هغوی زیاته کړه، په سیمه کې یې د ملي اردو سرتېرو له کومې نښتې پرته د هستوګنې د کورونو په لور ډزې کړي، چې په پایله کې یې یاده نجلۍ وژل شوې ده.(( زموږ کلي سره نږدې د ملي اردو پوسته ده، سهار یې هسې ډزې شروع کړې، دا نجلۍ ګودر ته تللې وه، څو اوبه راوړي، د ګودر په غاړه کې یې شهیده کړې ده. نه جنګ و او نه طالبان و هلته.))
دوی وایي، له تېر کال راهیسې دا درېیم کس دی، چې د امنیتي ځواکونو لخوا په لوی لاس د ملا نوح بابا په سیمه کې وژل کېږي او له چارواکو یې غوښتنه وکړه، څو د دې پېښې عاملین له دندې ګوښه او مجازات کړي.
د ولایتي شورا مشر خالقداد اکبري له اعتراض کوونکو سره ژمنه وکړه، چې د پېښې د عاملینو د تشخیص او مجازاتو په برخه کې به له خپلو قانوني صلاحیتونو سره سم جدي اقدامات وکړي او د څېړلو لپاره یې د دې ولایت د امنیتي ارګانونو له مشرانو غوښتنه وکړه، څو د سې شنبې په ورځ یادې شورا ته حاضر شي.
خو په غزني کې د ملي اردو د درېیمې لیوا ویاند محمدحنیف رضایي بیا وایي، چې یاده نجلۍ د اندړو ولسوالۍ په ملانوح بابا سیمه کې تېره ورځ مازدیګر د وسله والو طالبانو او امنیتي سرتېرو تر منځ د نښتې پر مهال وژل شوې ده.(( ملا نوح بابا سیمه کې پرون مازدیګر نښته شوې، چې په ترڅ کې یې دوه طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي))
نوموړی وایي، د دولت وسله وال مخالفین ډېر مهال د خلکو له احساساتو څخه په ګټې اخیستنې هڅه کوي، څو عامه اذهان د افغان امنیتي ځواکونو په ضد تحریک کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA