ads

د ترانسپورتي ټولنو چارواکي د سړکونو له خرابوالي سر ټکوي

د ترانسپورتي ټولنو چارواکي وايي، هر کال حکومت ته په لسګونو زره ډالره ماليه ورکوي خو حکومت تر دې مهاله د ترانسپورټ په برخه کې هېڅ ډول اسانتیاوې نه دي رامنځته کړې.

نویسنده: sarwan
18 غویی 1396
د ترانسپورتي ټولنو چارواکي د سړکونو له خرابوالي سر ټکوي

د ترانسپورتي ټولنو چارواکي وايي، هر کال حکومت ته په لسګونو زره ډالره ماليه ورکوي خو حکومت تر دې مهاله د ترانسپورټ په برخه کې هېڅ ډول اسانتیاوې نه دي رامنځته کړې.
د لارو خرابوالی، پر لارو د ترافیکي لوحو او ترافیکي کنټرول نشتون او د لارو ناامنۍ هغه درې جدي ستونزې دي چې د ترانسپورتي ټولنو چارواکي ترې سر ټکوي او د دې ستونزو په لرې کولو کې حکومت په ناغېړۍ تورنوي.
په کندهار کې د احمدشاه ابدالي بس ترانسپورټ مسوول احمدالله ډاکټر کلید ته وویل، هر کال یوازې د دوی شرکت حکومت ته شاوخوا ۹ لکه ډالره مالیه ورکوي، خو د هغه په بدل کې يې هېڅ ډول اسانتیاوې نه دي رامنځته کړې: ((موږ تل حکومت ته ماليه ورکړې، خو حکومت تر دې مهاله خپله دنده نه ده اجرا کړې، حکومت مکلف دی چې د ماليو په مقابل کې ولس ته خدمات وړاندې کړي، درې اساسي ستونزې لرو، د لويو لارو کیفیت خراب شوی، ټرافيکي اصول او سيستم وجود نه لري او ناامنۍ خورا ډېرې دي، که حکومت زموږ دغه ستونزې حل نه کړي، نو بیا څه ډول او په کومو سترګو له موږ ماليه اخلي، همدا اوس له کابل تر هرات ۶۰ یا ۷۰ فيصده سړک تخريب شوی.))
احمدالله ډاکټر وايي، په دغه لارې ډېری وخت ټرافيکي پېښې رامنځته کېږي چې هغه ټولې د لارو د خرابوالي او د ټرافيکي لوحو د نشتون له کبله دي.
نوموړی وايي، د لويو لارو امنیت هم سخت خراب شوی او هر وخت وسلوال غله پر دغه لاره د دوی موټرونه دروي او پيسې ترې اخلي.
احمدالله زياتوي، ښايي اوس مهال به هم جمهور رييس غني او اجرايه رييس ډاکټر عبدالله ته دغه لاره جوړه ورښودل کېږي خو د نوموړي په خبره دا لاره سخته خرابه ده او بايد ژر يې غم وخوړل شي: ((پر لاره وسله وال غله موټروان له موټر ښکته کړي او له مالک يې د خوشي کولو په بدل کې لسګونه زره ډالر غواړي، امنیتي وضعیت دغه ډول خراب دی، ښايي د فوايد عامې وزارت به جمهور رييس او اجرايه رييس ته دغه سړک ډېر جوړ معرفي کوي، خو له بده مرغه داسې نه ده.))
که څه هم د جمهور رييس حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې تر ټولو ډېر کار د سړکونو او لويو لارو د جوړولو او قیر کولو په برخه کې وشو، خو د لويو لارو د مسافرو او ډرېورانو په خبره دغه سړکونه په معياري ډول نه وو جوړ شوي او ډېر ژر بېرته خراب شول.
له بل لوري د فوايد عامې وزارت بیا د د سړکونو د خرابوالي علت د لویو نقلیه وساېطو زیات بارول يادوي، خو د نقلیه وسایطو د ټولنې استازی وايي، د فواید عامې وزارت په دې برخه کې څرګند قوانین نه لري. له بل لوري په تېرو ۱۵ کلونو کې د حکومت او د حکومت د وسله والو مخالفينو تر منځ جګړې او د ماينونو کارول هم د دې سبب شوي چې په ډېری سيمو کې لويې لارې خرابې شي.
له بل لوري کارپوهان وايي، په کومه ټولنه کې چې غښتلي ترافیکي او ټرانسپورټي قوانين حاکم وي، سړکونه روغ پاتې کېږي، د ناوړه پېښو ګراف ټيټ پاتې کېږي او خلک یې د ارامۍ، خوښۍ او امن احساس کوي.
د دوی په خبره په هغو ټولنو کې چې بیا دې قوانینو ته پام نه کېږي، ناوړه او خونړۍ ترافیکي پېښې رامنځته کېږي او د لسګونه انسانانو ژوند اخلي.
د يادولو ده چې په تېرو کلونو کې د کابل ـ هرات پر لويه لاره هم په لسګونو ټرافيکي پېښې رامنځته شوې او ډېره مرګ ژوبله يې هم لرلې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA