په خوست ولايت كې د سړك غاړې ماين چاودنې يو ملکي وګړى وژلى او درې نور يې ټپيان کړي دي.
د خوست ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، تېره شپه شاوخوا اته بجې د خوست مرکز اړوند د لکڼو په سيمه کې د ملکي وګړو پر سراچه ډوله موټر د سړک غاړې بمي چاودنه شوې، چې په ترڅ کې يې يو ۳۵ کلن نارينه وژل شوى، دوه مېرمنې او يو ماشوم سخت ټپيان شوي دي.
د سرچينې په وينا، د پېښې ټول قربانيان د يوې کورنۍ غړي دي.
خو د خوست د مرکز د ډيري سيمې اوسېدونکي اكبر جان کليد ته وويل، چې په دې پېښه كې يې يو كليوال وژل شوى او يو بل ټپي دى.
تراوسه کومې وسله والې ډلې د دغې چاودنې په اړه څه نه دي ويلي.


