ads

اچين کې د داعشيانو راډيو له منځه وړل شوې

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، اچین او نازیانو کې د هوایي بریدونو له کبله د ۳۴ داعش وسله والو د وژلو سربېره د دغې ډلې راډیو له منځه وړل شوې ده.

نویسنده: sarwan
18 غویی 1396
اچين کې د داعشيانو راډيو له منځه وړل شوې

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، اچین او نازیانو کې د هوایي بریدونو له کبله د ۳۴ داعش وسله والو د وژلو سربېره د دغې ډلې راډیو له منځه وړل شوې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي کلید ته وویل، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ننګرهار په اچین او نازیانو ولسوالیو کې د کورنیو چارو وزارت ځانګړو ځواکونو د هوایي او ځمکنیو بریدونو له کبله ۳۴ داعش وسله وال وژل شوي او د دغې ډلې راډیو هم له منځه وړل شوې ده.
نوموړي په دې اړه نور معلومات ورنه کړل، چې یادې راډیو له کومې ولسوالۍ نشرات کول.
د داعش وسله والو د راډیو د لمنځه وړلو دا راپورونه په داسې حال کې ورکول کېږي، چې له دې وړاندې هم ورته راپورونه خپاره شوي، چې ګواکې د دغې ډلې راډیوي دستګاه له منځه وړل شوې خو له څه ځنډ وروسته بیا ځلې اورېدل شوې ده.
داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA