د سويډن د بې پولې خبريالانو سازمان د سږ كال د رسنيو د ازادۍ جايزه د افغان خبريالې نجيبه ايوبي په نوم اعلان كړه.
د رپوټونو له مخې، په دې اړه د سويډن پايتخت سټاكهولم كې پرون جوړه شوې غونډه كې د دې هېواد د بې پولې خبريالانو سازمان مشر ياناتان لوند كويست وويل، دا جايزه له دې كبله يادې افغانې خبريالې ته وركول كېږي، چې په افغانستان كې له امنيتي ګواښونو سره سره پراخ رسنيز فعاليتونه لري.
د لوند كويست په خبره، په افغانستان كې د مېرمن ايوبي فعاليتونه ډېر ګټور دي.
هغه زياته كړه، چې مېرمن ايوبي پر ځان بېلابېل خطرونه او ګواښونه منلي دي.
د نوموړي په وينا، افغانستان زياتې پاملرنې ته اړتيا لري او د رسنيو په برخه كې ډېرى لاسته راوړنې يې د له منځه تلو خطر سره مخ دي.
د سويډن د بې پولې خبريالانو سازمان مشر وايي، هڅه كوي دا وضعيت بدل كړي او ياده جايزه د دې سبب شي، چې د افغانستان د رسنيو حالت ته عمومي پاملرنه جلب كړي.
تر دې وړاندې په ۲۰۱۳ كال كې هم په واشنګټن كې د ښځو د رسنيو نړيوال بنسټ د زړورې خبريالې جايزه نجيبه ايوبي ته وركړې وه.
د يادونې وړ ده، چې نجيبه ايوبي د افغانستان لپاره د بشري او انكشافي خدمتونو د ادارې (DHSA) عمومي رئيسه ده او د دغې ادارې تر چتر لاندې د كليد ګروپ مشري هم پر غاړه لري.


