كاپيسا كې د جنايي پېښو په تور ۷ تنه نيول شوي

د كاپيسا پوليسو اووه تنه د بېلابېلو جنايي پېښو په تور نيولي دي.
د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي كليد ته وويل، په نيول شوو کې ډېرى يې هغه کسان دي، چې په کابل کې يې وژنې او لويې غلاوې ترسره کړې دي.(( په نيول شوو کې ډېر غله دي چې وژنې او لويې غلاوې يې تر سره کړې دي، ځينې داسې کسان هم شته چې له وسله والو سره يې اړيکې درلودې.))