ads

د هندي او پاكستاني ځواكونو ترمنځ نښته کې ۴ وګړي ټپيان شوي

پاکستاني پوځي چارواکي وايي، د کشمير په نکيال سکټر سيمه کې د هندي ځواکونو د بريد په نتيجه کې څلور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

نویسنده: sarwan
17 غویی 1396
د هندي او پاكستاني ځواكونو ترمنځ نښته کې ۴ وګړي ټپيان شوي

پاکستاني پوځي چارواکي وايي، د کشمير په نکيال سکټر سيمه کې د هندي ځواکونو د بريد په نتيجه کې څلور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
په راولپنډۍ کې د پاكستاني پوځ له مرکزه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، هندي سرحدي ځواکونو پرون له کشمير سره پر ګډه پوله د دوى پر امنيتي پوستو د درنو او سپکو وسلو بريدونه وکړل، چې په نتيجه کې يې څلور ملکي کسان ټپيان شول.
د پاکستاني پوځ په خبرپاڼه کې ادعا شوې، چې د هندي ځواکونو بريد يې په شا تمبولى او د دوى ځواکونو هم ورته اقدام کړى دى.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې په ګډ سرحد کې د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې دوه هندي سرتېري ووژل شول، چې هند يې د غچ اخيستلو ګواښ وکړ.
د هند او پاکستان ترمنځ په دې وروستيو کې سرحدي شخړې زياتې شوي، چې د نړيوالو اندېښنې يې را پارولې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA