د ملي اردو چارواکي وایي، د نورستان په وانټ وایګل ولسوالۍ باندې یې د وسله والو ډله يیز برید په شا تمبولی دی.
په ختیځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شیرین اقا فقیري کلید ته وویل، چې تېره شپه د نورستان ولایت په وانټ وایګل ولسوالۍ باندې وسله والو طالبانو له څو لوریو څخه ډله يیز بریدونه وکړل، چې د افغان ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ او وسله وال یې پر شاه وتمبول.
نوموړی وایي، په دغې څو ساعته نښته کې دوی ته هېڅ زیان نه دی اوښتې خو وسله والو ته یې ګڼه مرګ ژوبله اړولې ده.
فقیري وسله والو ته د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات ورنه کړل.
د نورستان په یو شمېر نورو ولسوالیو هم وسله والو طالبانو ډېر کله ډله يیز بریدونه کړي، خو د افغان ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.


