د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، اچين ولسوالۍ کې نن له غرمې وړاندې د دوو هوايي بريدونو له کبله ۴۰ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګياڼي کليد ته وويل، چې نن غرمه مهال ۱۱ بجې د اچين ولسوالۍ په پېښې او مامند درې سيمو کې د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې هوايي بريدونه کړي، چې پر مهال يې ۲۷ داعش وسله وال وژل شوي او ۱۳ نور يې ټپيان شوي دي.
نوموړی وايي، په دغو هوايي بريدونو کې د سيمې خلکو ته هېڅ زيان نه دی اوښتی.
د والي وياند زياتوي، چې دداعش وسله والو ځپلو په موخه په اچين ولسوالۍ کې عمليات په برياليتوب دوام لري او تردې دمه افغان ځواکونه ګڼې لاسته راوړنې هم لري.
داعش وسله والو ددغو ادعاوو په هکله تر اوسه څه نه دي ويلي.


